د ننګرهارکانال شرکت کې داوطلبۍ ترسره شوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۳
د ننګرهارکانال شرکت کې داوطلبۍ ترسره شوه 

د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوندو شاړو ځمکو ابادولو په پار یې هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې د یاد شرکت اړوند د څلورم فارم ځمکې داوطلبۍ ته وړاندې شول.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې ننګرهار کانال د کرکيلې لپاره پراخې ځمكې لري او په ټولو ځمکو کې د کرنې او بڼوالۍ لپاره بشپړې اسانتياوې شته، او ترې به سالمه ګټه پورته کوو.
ددې داوطلبۍ موخه بې ځمکو خلکو ته د ځمکو عادلانه وېش د لنډ مهالې او اوږد مهالې اجارې په بڼه، خلکو ته د کار زمينې برابرول، د ننګرهار کانال شرکت د څلور ګونو فارمونو شته ځمکې تر کرکیلې لاندې را وستل او په پايله کې د کورني او ملي اقتصاد پياوړي کول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت