د محمدآغې ولسوالۍ پر یوشمېر فارم لرونکو د چرګانو دانې او اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۵:۱
د محمدآغې ولسوالۍ پر یوشمېر فارم لرونکو د چرګانو دانې او اړونده توکي ووېشل شول

۲۳ وږی ۱۳۹۸
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د محمدآغې ولسوالۍ پر هغو ۲۵ فارم لرونکو چې ورته د غوښینو چرګانو فارمونه جوړ شوي دي د چرګانو دانې او د چرګانو روزنې اړونده توکي ووېشل شوې.
د لوګر د کرنې ریاست چارواکي وایي، دغه توکي چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» په همکارۍ پر دغو فارم لرونکو وېشل شوي دي په کې «د چرګانو ۶۰۰ کیلو ګرامه دانې، ۱۵ دانې اټوماټیک ابخورې، ۱۰ دانې ساده ابخورې، ۱۰ دانې ساده دانه خورې، ۲۰۰ ګرامه انټي بیوټیک درمل، یوه بوجۍ بور، د اخبارو یوه بسته کاغذ او شپږ متره پلاستیک شامل دي.
ددغو مرستو موخه د فارم لرونکو ملاتړ او په دې ولسوالۍ کې د غوښینو چرګانو د فارمونو ترویج دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۳۸
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو د ۱۶۰ څخه ډېرو فارمونو فعالیت؛ سږکال ۳۵ ټنه شات تولید شوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکو او مچيو پالونکي وایي، چې په دغه ولایت کې له ۱۶۰ څخه ډېر د شاتو مچيو فارمونه فعالیت لري او د روان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۳۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت؛ په هډې فارم کې ۵۰۰ جریبه د مالټې نوې بڼونه حاصل ته رسېدلي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند د هډې فارم په عبدالخېلو بلاک کې د ۵۰۰ جریبو په کچه د نوو مالټو بڼونو حاصل اخیستل پیل شوي، چې له ډېرې مودې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۸
Background image

کندهار کې د درې چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوې

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

بازگشت