کرکیلې ته د شاړو ځمکو چمتو کولو په پار د ننګرهارکانال شرکت کې داوطلبۍ ترسره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۴:۳۰
کرکیلې ته د شاړو ځمکو چمتو کولو په پار د ننګرهارکانال شرکت کې داوطلبۍ ترسره شوه 

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۶جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوندو شاړو ځمکو ابادولو په پار یې هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې د یاد شرکت اړوند د درېیم فارم د دویم او شپږم بلاکونو ځمکې داوطلبۍ ته وړاندې شول.
د داوطلبۍ یاده پروسه د ننګرهار کانال شرکت ریيس مولوي غلام الرحمن کظيم په مشرۍ د کرنيزو چارو سلاکار انجنير جميل خوشحال، د دفتر امر قاري شکيل احمد ذاهب خېرخواه، د پېرېدونکو د خدمتونو امر دوکتور مشتاق، د داخلي پلټنې لوی مدير محمد امير شاه، د مطبوعاتو لوی مدير سېد همايون، د اجاره ورکونې مدير نبي جان اغا او یوشمېر نورو چارواکو په حضور کې ترسره شوه.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې ننګرهار کانال د کرکيلې لپاره پراخې ځمكې لري او په ټولو ځمکو کې د کرنې او بڼوالۍ لپاره بشپړې اسانتياوې شته، او ترې به سالمه ګټه پورته کوو.
ددې داوطلبۍ موخه بې ځمکو خلکو ته د ځمکو عادلانه وېش د لنډ مهالې او اوږد مهالې اجارې په بڼه، خلکو ته د کار زمينې برابرول، د ننګرهار کانال شرکت د څلور ګونو فارمونو شته ځمکې تر کرکیلې لاندې را وستل او په پايله کې د کورني او ملي اقتصاد پياوړي کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت