د کندهار د انارو سږنۍ حاصلات ۱۷۸ زره او ۱۲۵ ټنو ته رسیږي

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۰:۳۴
د کندهار د انارو سږنۍ حاصلات ۱۷۸ زره او ۱۲۵ ټنو ته رسیږي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د انارو سږنۍ حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه او ډېر شوي دي. یاد ریاست وایي، چې ددې ولایت په نهه زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې د انارو بڼونه جوړ شوي دي، چې په یو جریبه کې یې ۱۲۵ ونې اېښودل شوي دي. د دغو چارواکو په خبره ددې ولایت د انارو د ونو شمېر پنځه میلیونه او ۹۳۷ زره او ۵۰۰ ته رسیږي، چې د هرې ونې حاصل یې کابو ۳۰ کیلو ګرامه ده.
د کندهار دکرنې رییس سیدحفیظ‌الله سیدي وایي، چې د کرنې ریاست په هلوځلو او پریمانه ورښتونه سږکال په دې ولایت کې د نارو بڼونو حاصلات دوه چنده کړي دي د دوی په خبره په ۱۳۹۷ یم کال کې ددې ولایت د انارو ټولیز تولید ۸۰ زره او ۵۸۰ ټنه وه خو سږکال دا شمېره ۱۷۸ زره او ۱۲۵ ټنو ته پورته شوې، چې د تېر کال په پرتله دوه چنده شوې ده.
د کندهار بڼوال د خپلو بڼونو د انارو له حاصلاتو خوښ دي، خو د مناسب بازار له نشتون سرټکوي. دوی وایي که چېرې د انارو د بازار موندنې په برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ ووشي نو د دوی عواید به څو چنده زیات شي.
په ورته وخت کې د کندهار دکرنې ریاست وایي، چې دوی د بڼوالو او بزګرانو عوایدو زیاتولو په پار تل هلې ځلې کوی او داسې لارې چارې لټوي، چې ورسره د بڼوالو محصولاتو پلور ته لار هواره شي. د چارواکو په خبره د بڼوالو د محصولاتو د بازارموندنې په پار د نورو هلوځلو ترڅنګ بڼوالو ته د پروسس او بسته بندي په هکله روزنیزې برنامې په لاره اچولي دي ترڅو د دوی محصولات نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي.
په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او د کندهار د خلکو په هلو ځلو ددې ولایت په څه باندې نهه زره او
۵۰۰ هکټاره ځمکه کې د انارو بڼونه جوړ شوي دي. د ارغستان او ارغنداب ولسوالۍ د کندهار تر ټولو ډېر انار تولیدوی.
د کندهار د کرنې رییس په خبره د کندهار په کورنیو بازارونوکې یو من انار په څه باندې
۳۰۰ افغانیو پلورل کېږی. د مګړۍ په دې ولایت کې څه باندې ۱۰ زره بڼوال د انارو د بڼونو په پالنه او کار و بار بوخت دی.
د روان کال په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کندهار کې د انارو ډېر شمېر بڼونه جوړ کړي دي.د بڼوالو روزنه، د ګیاوو د ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار موندنه نور هغه کړنې دی، چې سږ کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې ترسره شوې.
په کندهار کې بېلابېلې مېوې شتون لری. د کندهار انار نړیوال شهرت لری. د کرنې وزارت هلې ځلې او د خلکو لېوالتیا ددې لامل شوې، چې کندهار په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړی.د کندهار انار د کورنیو بازارونو ترڅنګ یو شمېر ګاونډیو هېوادنو او په دې وروستیو کې د هوایي دهلیزونو له لارې نړیوالو مارکېټونو ته هم لار پیدا کړي.
انار؛ هغه مېوه ده چې له خوړلو پرته یې ان په لیدلو د انسان زړه تازه کېږي او د خوښۍ احساس ورکوي. انار د زړه ناروغیو، لوړ فشار، التهاب او ځینو سرطانونو، په تېره بیا د پروستات سرطان لپاره تر ټولو ښه نسخه ده. انار د فیبر اصلي سرچینه ګڼل کېږي او په زیاته اندازه ويټامین اې، سي، اي، اوسپنه او انتي اکسیدان لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۱
Background image

ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ودې او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۲۸. . .

بازگشت