ننګرهار کانال شرکت کې د زابرونو پاک کارۍ چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۲:۸
ننګرهار کانال شرکت کې د زابرونو پاک کارۍ چارې پیل شوې

د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د زهکشۍ او خاورې اصلاح په موخه په درېيم فارم کې د یو کیلومتر  په اوږدوالي د زابرونو پاک کارۍ چارې پېل شوي دي. 
زهکشۍ پروسه د عصري کرنې لپاره ېو له مهمو او د پاملرنې وړ کرنیزو عملیو څخه ګڼـل کېږي. 
د ننګرهار د کانال شرکت د درېيم فارم امر انجنیر قیس الله ابراهیم خېل وویل: «له کلونو راهیسې د درېيم فارم دوهم بلاک ۹۷ او ۹۹ نمره ځمکو ترمنځ واقع زابرونه نه و پاک شوي، اوس چې له خېره پاکېږي له برکته به يې ورسره د خاروې اصلاح وشي، زیم به يې لری شي، پي ایج به يې راښکته او برابر شي، دا ځمکې به وچې شي، د اوبه خور سیستم به ورسره منظم شي او په پایله کې به ورسره له شته ځمکو لوړ حاصل راټول شي.»
دا زابرونه د دوو کرنیزو شرکتونو په کابو سل زره افغانیو مالي لګښت د اوو ورځو په موده کې پاکېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت