د کرنې او مالدارۍ مرستیال په ازبیکستان کې د مېوو او سبو د پروسس له فابریکو څخه لیدنه وکړه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۹:۵۲
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در جریان سفر به کشور ازبکستان از شرکت‌های تولید جوس و  پروسس میوه‌جات و سبزیجات در شهر سمرقند بازدید کرد.


۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني ازبیکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د سمرقند په ښار کې د جوسو تولید او د مېوو او سبو د پروسس له شرکتونو څخه لیدنه وکړه.
د کرنې وزارت پلاوي په داسې حال کې چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین هم حضور درلود، د بېلابېلو مېوو او سبو د پروسس له فابریکو څخه لیدنه وکړه، چې ددې لیدنې پر مهال د فابریکو چارواکو افغان پلاوي ته د خپلو فعالیتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.
په ورته وخت کې د ازبیکستان پانګوالو په خپلو فابریکو کې د پروسس لپاره د افغاني مېوو او سبو پېرلو ته لېوالتیا وښودل او په دې برخه کې یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې دوی ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې د رییس لخوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

بازدید معین زراعت و مالداری از فابریکه‌های پروسس میوه‌جات و سبزیجات در ازبکستان
۵ قوس ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در جریان سفر به کشور ازبکستان از شرکت‌های تولید جوس و  پروسس میوه‌جات و سبزیجات در شهر سمرقند بازدید کرد.
ه‍یئت وزارت زراعت در حالی که مسوولان اتاق زراعت و مالداری افغانستان نیز  حضور داشتند از فابریکه های پروسس انواع مختلف میوه‌جات و سبزیجات بازدید کردند که حین بازدید از سوی مسوولان فابریکه‌ها معلومات لازم در مورد فعالیت‌های‌شان برای هیئت افغانستان اراییه شد.
در همین حال سرمایه‌گذاران کشور ازبکستان علاقمندی خویش را به خریداری میوه‌جات و سبزیجات افغانستان جهت پروسس در فابریکه های شأن بیان کرده و خواستار همکاری وزارت زراعت در آن بخش شدند که از سوی معین زراعت و مالداری و رییس اتاق زراعت و مالداری افغانستان اطمینان هرنوع همکاری برایشان سپرده شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت