هلمند کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۰:۲۷
هلمند کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنيزو چارو آمريت اړوند د بوټوساتنې  فني کارمندانو لخوا، ددې ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون، ناوې، نادعلي، ګرمسېر، کرشک، مارجې، خانشين او کجکي ولسوالیو کې  بزګرو ته د غنمو له تخمونو سره دوقایې په موخه فنکس وژونکي ویتاواکس يا تیرام د کډولو او کارولو په هکله په عملي او نظري توګه عامه پوهاوی ورکړل شو.
په دی پروګرام کې  دغنمو د توره کي يا سياقاق ناروغۍ د مخنوي په هکله بزګرانو ته معلومات ورکړل شول، چې يوه فنکسي ناروغي ده او  د غنمو، اوربشو اوجوارو د وږو او پاڼو د ایستلو په وخت کې را منځته کېږي او کروندو ته سخت زیان رسوي، چې له امله یې د ۱۵څخه تر۴۰ سلنې پورې حاصلات کموي او يا هم کروندې له منځه وړي.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو وړتیاوې لوړول او په ټوله کې میکانیزه کرکیلي ته لار هوارول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت