ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۰:۷
ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې

۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوندو فارمونو کې د زیتونو بڼونو د حاصلاتو زیاتولي په پار هلې ځلې کوي.
د ننګرهارکانال شرکت د هډې فارم امر انجنیر سیداغا میاخېل وایي، چې په پلانې زیتون بڼونو کې د زیتونو د لوړ حاصل په موخه یې د مفت خورو د قطع کولو فعالیت پېل کړی دی.
انجنیر سیداغا میاخېل وویل، چې د ښاخبرۍ چارې به کابو دوه میاشتې په برکې ونیسې او په ترڅ کې به يې د پلان له مخې ۳۹۰ او ممکن تر۴۳۰جریبه زیتون بڼونو کې اصلاحي ((مزاحم، وچ، ناروغ او داسې نور) څانګې غوڅې او ښآخبري به په کې ترسره شي.
ښاغلی میاخېل وویل، چې مفت خواره / مفت خورې د زیتون بوټي ته د غذا د رسېدو مخنېوي کوي ځکه د بوټي ټوله غذا همدا مفت خواره خوري، د مفت خورو نمو د اصلي بوټي نه تېزه وي. 
هغه زیاته کړه: «ددې لپاره چې موږ د زیتونو پراخه حاصلات ولرو او زیتون بوټي ښه وده وکړي نو اړينه ده، چې دا مفت خورې قطع شي، په همدې موخه موږهم په یادو زیتون باغونو کې د مفت خورو د قطع کولو چارې چټکې روانې کړي» .
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت