د لغمان دکرنې رییس د  نه انلوس مؤسسې مشرې سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۱:۴۹
د لغمان دکرنې رییس د  نه انلوس مؤسسې مشرې سره وکتل

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د خپل کار په دفتر کې د نه انلوس مؤسسې مشرې سوسانا فيورټي او همکارانو سره يې د لیدنې په ترڅ کې پر بېلابېلوموضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅې کې د لغمان دکرنې رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن وویل،چې افغانان اوږدو جنګونو په هر اړخیز ډول سخت ځپلی دي هغه زیاته کړه:«لغمان هغه ولایت دی، چې نظر نورو ولایتونو ته یې خلک زیات په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خلک یې بې وزله او په تېر کې هم ورته کومه خاصه پاملرنه نده شوی.» 
ښاغلی محسن وویل، چې د ولسونو د ستونزو حل او خلکو ته د کار زمینې برابرولو په پار باید د کبانو او چرګانو فارمونه او شنې خونې جوړې شي، دغه راز مېرمنو ته د کارموندنې په پار د رُب، مربا او اچارو جوړولو په برخه کې دوی ته روزنیزې برنامې او اسانتیاوې رامنځته کول اړین وبلل.
د لغمان دکرنې رییس وویل، چې د لغمان دکرنې ریاست له مرستندویو مؤسسو سره همر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
په همدې حال کې د نه انلوس مؤسسې مشرې سوسانا فيورټي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د بشپړ او سرتاسري امنیت څخه خوښې څرګنده د یادې مؤسسې د فعالیتونو او پلانونو په هکله د لغمان دکرنې رییس ته معلومات وړاندې کړل.
آغلې سوسانا فيورټي وویل، چې د لغمان ولایت ته ځانګړې پاملرنه کوي، ترڅو بېوزله بزګرانو ستونزو ته رسېدنه ووشي. 
دغه راز د نه انلوس مؤسسې عمومي مشرې سوسانا فيورټي ډاډ وښوده، چې په غوښتنو به يې غور وکړي او د امکاناتو له مخې به بېرته راستنېدونکو کورنيو او بزګرانو سره لازمې مرستې تر سره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت