کونړ کې پر یوشمېر مېرمنو د کورنیو باغچو او مرخېړیو تولید توکي ووېشل شول

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۳:۲۶
کونړ کې پر یوشمېر مېرمنو د کورنیو باغچو او مرخېړیو تولید توکي ووېشل شول


۲۹ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکونړ د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست د «شپول» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او وټه پور ولسوالی کې پر ۱۲۰ مېرمنو د کورنیو باغچو جوړولو او د مرخېړیو د تولید اړونده توکي وېشلي دي.
د کونړ دکرنې رییس مولوی شېراقا (پیرحبیب الرحمن) وویل، چې د مرخېړیو او کورنیو باغچو اړونده دا توکي د غیر موسمي سبو د تولید، مېرمنو ته د کارموندنې، د مېرمنو ونډه د دوی د کورنیو په اقتصادي غوړېدا او د خوراکي تنوع په پار پر دغو مېرمنو وېشل شوي دي.
د کونړ ولایت د کرنې رییس وایي، چې د دغو توکو له وېشلو څخه موخه، د غیرموسمي سبو کښت او تولید دي چې، په عملي کېدو سره یې مېرمنو او بېوزله بزګرانو ته د کار زمینه برابره او د دوی د کورنیو د اقتصادي ودې لامل کېږي.
سربېره پر دې، چې دغه کورني باغچې او د مرخېړیو د تولید توکي د بې وزلو او بې سرپرستو کورنیو لپاره د عاید ښه سرچینې دي، په کورنیو کې د خوراکي تنوع ښه عامل هم کڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت