د ننګرهار د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکې پلاوی کړنې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۰:۲۹
د ننګرهار د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکې پلاوی کړنې

۲۹ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی سرخ رود ولسوالۍ کې د حاجي عبدالقدیر ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.
  د ننګرهار د کرنې ادارې اود  تخنیکي پلاوی رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ دغصب مخنیوی  تخنیکي پلاوی  سرخ رود ولسوالۍ کې د حاجي عبدالقدیر ښارګوټي او د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې.
دغه راز د غصب مخنیوی پلاوي د تخنیکي او مسلکي کسانو په مرسته چې د یاد ښار کوټي حدود، نوعیت، کروکي، سکیج، او حد فاصل پخوا اخیستل شوې وه، اوس پرې یوه قباله تطبیق شوه او دوه نور به په نږدې ورځو کې پري تطبیق شي.
همدارنګه پریکړه وشوه، چې راتلونکې غونډه کې د درې واړو قبالو د تطبیق راپور د تخنیکي پلاوی د غړو سره شریک شي ترڅو د وروستي کړنو په موخه دغضب مخنیوي مرکزي کمیسیون ته واستول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت