لغمان کې د مخابراتي شرکتونو له استازو سره غونډه دائره شوه

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۸/۲۶ - ۱۱:۴۷
لغمان کې د مخابراتي شرکتونو له استازو سره غونډه دائره شوه

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې  د روشن، اتصالات، ام.ټي.ان او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو له ولایتي استازیو سره د کرنې ریاست د حق الاجارې د باقیداري دتصفیې په موخه د مخابراتو او تکنالوجي ریاست کې ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته  کې دمخابراتو او تکنالوجۍ رییس مولوي عزیزالله حقاني، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن، دروشن، اتصالات، ام.ټي.ان، افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو ولایتي استازیو، دتکنالوجۍ ریاست د اترا مدیریت مسؤل ولس مل، دکرنې ریاست د ځمکو د اجاره ورکونې عمومي مدیریت کارکوونکو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل، چې موږ ته سپارښتنې شوي، چې د مخابراتي شبکو دباقیدارۍ حسابونه تصفیه کړو.
ښاغلی محسن په خپلو خبرو کې وویل، چې په دې ولایت کې مخابراتي شرکتونه له څو کلونو راپه دې خوا خپل باقیدارۍ او حسابونه نه دي تصفیه کړي. هغه د شرکتونو استازو ته سپارښتنه وکړه،چې د حسابونو د تصفیې په برخه کې عاجل اقدام وکړي.
د غونډې په لړ کې یادو شرکتونو مسؤلینو هغه حسابونو دتصفیې اویزونه چې دوي بانک ته تحویل کړي وو له دوی سره شریک کړل او د پاتې باقیدارۍ د تصفیې په برخه کې دکرنې ریاست ته ډاډ ورکړ چې خپله باقیدارۍ به بانک ته تحویلوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت