د ننګرهار روداتو کې د څارویو له کلنیکونو څخه څارنه وشوه

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۸/۲۶ - ۱۱:۴۳
د ننګرهار روداتو کې د څارویو له کلنیکونو څخه څارنه وشوه

د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر داکتر ضمیر بهسودي چې د څارویو روغتیا لوي مدیر داکتر نثار احمد عصمت او د کلینیکونو د ارزونې مدیر داکتر جمعه ګل درویش یې ملتیا کوله د روداتو ولسوالی د څارویو په برخه کې د غوره چوپړتیاوو ترسره کولو په موخه د رحمانې کلنیک ترڅنګ د نورو حیواني کلنیکونو څخه لیدنه وکړه .
د څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودي د کلنیکونو مسولینو ته د ناروغیو پرو خت درملنه، وقایې، واکسینونو، چنجیو ضد درملو ښه تطبیق، د مالدارانو سره پر ښه چلنداو حفظ الصحي مراعتولو په برخه کې لازمي سپارښتنې وکړي.
بهسودې وویل داچې غربت ډېر دي تاسو د څارویو د یو معالج ډاکتر په توګه د خپلو ولسونو او هېوادوالو سره دترحم او شفقت څخه کار واخلي.
په همدې حال کې د کلنیکونو مسولینو د مالدارۍ امر ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
  د دغه کنټرول څخه موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو پلور، په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت