د ننګرهار کانال شرکت؛ په اووه زره او۵۰۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل کېږي

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۸/۲۶ - ۱۱:۳۳
د ننګرهار کانال شرکت؛ په اووه زره او۵۰۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل کېږي

د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند په څلورګونو فارمونو کې په اووه زره او۵۰۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو تولید په پار د غنمو کرکېله کېږي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې ددې شرکت په اووه زره او۵۰۰ جریبه ځمکه کې د غنمو څلور ورایټۍ لکه چونټ، میرداد، شمال کرل کېږي، چې د کرکیلې چارې یې پیل شوي دي.
 ښاغلی کظیم وویل، چې له دغو ۷ زره جریبه ځمکو څخه به اووه زره ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه ترلاسه او پر کروندګرو به ووېشل شي، چې ورسره به د هېواد په کچه د غنمو حاصلات زیات او د بزګرانو اقتصادې ودې ته به زمینه برابره کړي.
ښاغلی کظیم دغه راز وویل، چې د غنمو اصلاح شوي تخمونو تولید د کانال شرکت د حاصلاتو لوړولو او عوایدو کې رغنده رول لري او هېواد د غنمو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت