دکرنې وزارت له خوا د کابل په ۲۱ مه ناحیه کې د کورونو سروې پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۴:۲۰
دکرنې وزارت له خوا د کابل په ۲۱ مه ناحیه کې د کورونو سروې پیل شو

٢۴ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت ریاست لخوا د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د ۴۷ گنې فرمان د پلي کولو په موخه د کابل ولایت په ۲۱ مه ناحیه کې د کورونو سروې پیل شوی دی. 
یاده سروې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو عمومي ریاست، د اجارې اوپانګونې، د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت، د ارزونې او استملاک ریاستونو، کابل ولایت، د ۲۱ مې ناحیې د سیمي مشران او دیني عالمانو په همغږۍ چارې یې پر مخ وړل کېږي. 
د یادونې وړ ده هغه ځمکې او کورونه چې د افغانستان اسلامی امارت لخوا له غصب نه خلاصې او بېرته استرداد شوي د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د فرمان په اساس هغو کسانو ته چې په ملکیت تصرف لري په اجاره ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت