د کابل دکرنې رییس د روپاني بنسټ پروژو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۰:۲
د کابل دکرنې رییس د روپاني بنسټ پروژو څخه لیدنه وکړه

د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس شیخ عبیدالله حقاني په داسې حال کې، چې د اقتصاد رییس، د یاد ریاست د کرنې چارو آمر انجنیر محب الله احمد زی، د طبیعي سرچینو آمر ارین اریوبي، د پلان آمر نصیر احمد مجیدي او د یاد ریاست مسلکي همکارانو او د سروبي د کرنې مدیریت مدیر عبدالبصیر سیار یې ملتیا کوله د روپاني بنسټ  پروژو  څخه لیدنه وکړه.
د کابل دکرنې رییس الحاج حافظ شیخ عبیدالله حقاني  او ورسره مل پلاوی ددې لیدنې په ترڅ کې د یاد بنسټ له خوا پلي شوي پروژې وکتل او د چارو د لا ښه ولای په هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.
بلخوا د کابل دکرنې رییس الحاج حافظ شیخ عبیدالله حقاني د سروبي ولسوالی مرستیال سره هم په کتنه کې پر بېلابېلو مضوعاتو خبرې اترې وکړې او ترڅنګ یې د روپاني بنسټ لپاره نوي مسوول د یاد بنسټ په تېرو پروژو او راتلونکي پلانونه خبرې وکړې.
د کابل دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي د نغلو د مهمندي اړوند بڼ څخه، چې د سروبي د کرنې مدیریت اړوند دی او د روپاني بنسټ په مالي ملاتړ جوړ شوی لیدنه وکړه هلته یې د نوموړی بڼ چې 800 د انارو نیالګي او 300 د بېري او 500 نور مختلف النوع نیالګي لري هر اړخیزه ارزونه وکړه. دغه بڼ د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال دی.
په همدې حال کې د روپاني بنسټ چارواکو وویل، چې دوی په پام کې لري، چې په دې بڼ کې سړې خونې هم جوړې کړي.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کابل دکرنې رییس الحاج حافظ شیخ عبیدالله حقاني اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت