میدان وردګو کې د ونو افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۰:۱
میدان وردګو کې د ونو افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار کمپاین پیل شو

د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست د بوټوساتنې لوی مدیریت له خوا په دوو ولسوالیو کې د ونو د یوریا سپرې کمپاین پیل شوی دی.
دغه کمپاین د دې ولایت د چک او سید آباد ولسوالیو کې د اتو ورځو په لړ کې پلي شوی دی، چې په ترڅ کې یې د یادو ولسوالیو د بڼوالو بڼونه له مضره حشراتو خوندي او ترڅنګ یې بڼوالو ته د یوریا سپرې د کارولو په برخه کې روزنه هم ورکړل شوي دي.
ددې پروګرام موخه له افتونو او ناروغیو د بڼونو خوندیکول، د بزګرانو روزل او په ټوله کې دکرنې او بڼوالۍ ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت