ننګرهار کې پر ۱۴۰۰ بزګرانو کيمياوي سرې او د غنمو اصلاح شوی تخمونه ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۳:۲۵
ننګرهار کې پر ۱۴۰۰ بزګرانو کيمياوي سرې او د غنمو اصلاح شوی تخمونه ووېشل شول

٢۳ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت  په خوږیانو او شېرزادو ولسوالیو کې د اسلاميک ريليف مؤسسې له لوري پر بزګرانو کيمياوي سرئ او د غنمو اصلاح شوی تخم ووېشل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل په شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې پر ۱۴۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې هر بزګر ته ۲۵ کيلو توره او ۵۰ کيلو سپينه سره او ۲۵ کيلو د غنمو اصلاح شوی تخم ورکړل شو.
د چارواکو په خبره اسلامیک ریلیف موسیسي په خوږیاڼو او شېرزادو کې د بزګرانو ۱۳ ټولنې جوړې کړي، چې په هره ټولنه کې سلګونه بزګزان غړیتوب لري.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې یادو ټولنو له بزګرانو سره تر راتلونکي دري کلونو پوري سبو او غله جاتو د اصلاح شوي تخمونو،  کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو په برخه کې مرسته کوي.
دغه راز د بزګرانو د محصولاتو ته د بازارموندنې په برخه کې هم کار کوي، چې یاد بزګران د مارکیټ سره ونښلوي، ترڅو خپل تولید کړي محصولات په مناسبه بیه وپلوري.
نوموړي پر بزګرانو غږ وکړ چې په خپلو ځمکو کې حلال کښتونه وکري او د هر ډول نشه يي توکو له کر څخه ډډه وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت