اروزګان کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۳:۲۴
اروزګان کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

٢۳ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د مرکز ترینکوټ د سرخولیز کانال د سربند پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اروزګان دکرنې ریاست چارواکو، د پلي کوونکي پروژې استازو او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو شتون درلود.  
د ارزوګان دکرنې ریاست چارواکي وویل، چې یاد سربند د څه باندې څلور میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت دکرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې جوړ شوی دی.
د اروزګان دکرنې ریاست چارواکو د  تطبیق کوونکي پروژې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د پروژې دچارو په بشپړېدو کې خپلې هڅې ترسره کړي، په ورته وخت کې دوی د سیمې له خلکو وغوښتل چې د پروژې په ساتنه کې بشپړه همکاري وکړي یادو چارواکو د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې هڅه کوي ترڅو د همکارو مؤسسو له لارې د اوبولګولو پروژو سربېره د سبو او غله جاتو په برخو کې داصلاح شویو تخمونو دتوزیع پروګرامونه پلي کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت