هلمند کې د شاتو تولیدات په زیاتېدو دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۰:۵۳
هلمند کې د شاتو تولیدات په زیاتېدو دي

٢۳ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراختیا او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار د شاتو مچیو روزونکو سره په ګډه هڅې پیل کړي دي، ترڅو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړي، چې ددغو هڅو په پایله کې ددې ولایت د شاتو د تولیداتو کچه نږدې ٣٠ ټنو ته رسېږي.
هلمند کې د شاتو مچیو روزلو کاروبار په غوړېدو دی، دا مهال په دې ولایت کې ١٠٨ فارمونه شتون لري، چې پکې سلګونه کسان په کار بوخت دي او له همدې لارې خپله حلاله نفقه لاسته راوړي.
ددې ولایت د شاتو مچیو  فارم لرونکو ته د هلمند د کرنې ادارې اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت د کارمندانو لخوا لارښوونې کېږي، ترڅو په فني او مسلکي توګه خپلې چارې مخته یوسي. 
دهلمند ولایت د شاتو مچیو د روزنې ټولنې د معلوماتو له مخې روان ١٤٠٢ کال کې به ددې ولایت د شاتو د تولید کچه ٣٠ مټریک ټنو ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند د کرنې ریاست لخوا په دې ولایت کې د شاتو مچیو د کاروبار د لا پراختیا په پار د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له دوی سره مرستې اوهمکارۍ شوي دي.
په هلمند کې د شاتو مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال په دې ولایت کې یوشمېر کسانو شاتو مچیو روزلو ته مخه کړي، چې دلته یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل تر لاسه کړي.
په دې لړ کې سلګونه کسانو ته د کاروبار زمینه برابره شوې ده او تر ډېره یې اقتصاد ورسره ښه شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت