راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې په پارهڅې؛ ۳۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۰:۵۱
راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې په پارهڅې؛ ۳۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

٢۳ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د عشر او زکات رئیس مولوي شمس الله محمد د ننګرهار ولایت د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد او اړوندو ادارو کارکوونکو سره د تورخم بندر ته تللي او هلته یې کډوالو لپاره د موقتې سرپناه، د څښاک اوبه، خوراکي توکو، تشنابونو او نوورو اسانتیاوو پر برابرولو بوخت دي.
دکرنې وزارت د عشر او زکات رئیس وویل، چې دوی له څو ورځو را په دې خوا د تورخم په بندر کې راستنېدونکو کورنیو لپاره د خیموو پر لګولو، د پاکو اوبو برابرولو، تشنابونو جوړولو او  دنقشي مطابق په مېشت غالې کې اړوند کارونو بوخت دي.
ښاغلی محمد وویل، چې ددغو هلو ځلو په دوام  با احساسه افغان ملي سوداګر حاجي دلآغاجان د کورنۍ په همکارۍ ۱۰۰ بېرته را ستنېدونکو هېوادوالو سره د کمپلو مرسته وشوه.
دغه راز محمد وویل ۲۰۰ تنو لپاره خواړه تیار شوي چي پکي ډوډۍ، وریجې، اوبه او مڼه شامله ده ورکړل شول.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کورنۍ د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت