راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې په پارهڅې؛آغاخان بنسټ د ۱۰۰ خیمو او ۲۰۰ ترپالونو مرسته وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۱:۳۱
راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې په پارهڅې؛آغاخان بنسټ د ۱۰۰ خیمو او ۲۰۰ ترپالونو مرسته وکړه

٢۱ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي او د عشر او زکات رییس مولوي شمس الله محمد د ننګرهار ولایت د کرنې اړوندو ادارو کارکوونکو سره د تورخم بندر ته تللي او هلته یې کډوالو لپاره د موقتې سرپناه، د څښاک اوبه، خوراکي توکو، تشنابونو او نوورو اسانتیاوو پر برابرولو بوخت دي.
دکرنې وزارت د عشر او زکات رییس وویل، چې دوی له څو ورځو را په دې خوا د تورخم په بندر کې راستنېدونکو کورنیو لپاره د خیموو پر لګولو، د پاکو اوبو برابرولو، تشنابونو جوړولو او په خیمو کې د کسانو پر ځای پرځآیولو بوخت دي.
مولوي شمس الله محمد  وویل؛ اغا خان بنسټ له لوري دوی سره د ۱۰۰ خیمو او ۲۰۰ ترپالونو مرسته وشوه، چې مربوطه ګودام ته یې وسپارل.
هغه وویل؛ په مېشت غالي کې د نقشې مطابق د سړک جوړولو له چارو څارنه ترسره وشوه او  هغه خیمې او تشنابونه، چې د نقشې له مخې سړک پرې راغلی راټول او بل خوندي ځای ته ولېږدول شول.
دغه راز د کډوالو نړیوالې ادارې «آی.او.ام» دفتر ترڅنګ د افغان کورنیو لپاره داوبو ټانکۍ ولګول شو، ترڅو هلته هم د اوبو ستونزه حل شي.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت