بلخ ته دکرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۰:۱
بلخ ته دکرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

٢۱ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د بلخ ولایت دکرنې او مالدارۍ وضعیت د ارزونې په پار د یو پلاوی په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر کړی دی.
د دغه سفر موخه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو د پېژندنې په پار له بزګرانو، مالدارانو، پانګوالو او متشبثینو سره لیدنه او د هغوی د ستونزو، وړاندیزونو او نظریاتو اورېدل او همدا راز د بلخ ولایت د کرنې او مالدارۍ له تاسیساتو څخه لیدنه ده.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې د چرګانو ټولنې له مسوولینو او هغو پانګوالو سره چې د چرګانو په برخه کې یې پانګونه کړې، وکتل او د چرګانو د سکتور د ودې او پراختیا، د مرني اسټاک په برخه کې د ځان بسیاینې او د چرګانو روزنې اړوند د نورو چارو په اړه یې خبرې اترې وکړې. 
په دې کتنه کې مولوي صدراعظم عثماني پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې په بلخ ولایت کې شوې پانګونې خوندي دي او په پوره ډاډ سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
په دغه سفر کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني سره، د مالدارۍ او څارویو د روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق رییس مولوي صدیق الله ملتیا کوله.

سفر معین زراعت و مالداری به ولایت بلخ 
۲۱ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  به منظور بررسی وضعیت زراعت و مالداری در راس یک هیئت به ولایت بلخ سفر کرد.
 این سفر به هدف دیدار به دهقانان، مالدارن و سرمایه گذاران و متشبثین سکتور زراعت و مالداری و استماع مشکلات پیشنهادات و نظریات آنها وهمچنان بازدید از تاسیسات زراعتی و مالداری  ولایت بلخ انجام شده است.  
معین زراعت و مالداری در جریان سفر به بلخ با مسوولان اتحادیه مرغداری و سرمایه گذارانی که در بخش مرغداری سرمایه گذاری کردند دیدار کرده و پیرامون چگونگی رشد و انکشاف سکتور مرغداری، خودکفایی  در بخش استاک مادری و سایر بخش‌های مرغداری صحبت کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار به سرمایه گذاران اطمینان داد که سرمایه گذاری که در ولایت بلخ انجام داده اند مصوون می باشد و با خاطر جمع به کار خود ادامه دهند.
در جریان این سفر مفتی ذاکرالله ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، مولوی صدیق الله رئیس تصدیق دهی تخم‌های بذری وزارت زراعت مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت را همراهی می کردند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

شنې خونې د کندهار د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار نوی فرصت؛ ۱۰۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

د میدان وردګو په دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو جغتو او سید آباد کې د همکارو مؤسسو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۲۰
Background image

د ننګرهار بټي کوټ کې د ١.٨ میلیونه افغانیو په لګښت د یو زابر د کېندلو چارې پیل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو میلیون ،٨٤٧ زره او ٦٠٠ افغانیو پراختیایي بودیجې په مرسته د ننګرهار د  بټي کوټ ولسوالی د چهاردهي په. . .

بازگشت