راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې په پارهڅې؛ ۳۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۱:۱۶
راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې په پارهڅې؛ ۳۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه

٢٠ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٧ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباری فضلی  او د عشر او زکات رییس مولوي شمس الله محمد د ننګرهار ولایت د کرنې اړوندو ادارو کارکوونکو سره د تورخم بندر ته تللي او هلته یې کډوالو لپاره د موقتې سرپناه، د څښاک اوبه، خوراکي توکو، تشنابونو او نوورو اسانتیاوو پر برابرولو بوخت دي.
دکرنې وزارت د عشر او زکات رییس وویل، چې دوی له څو ورځو را په دې خوا د تورخم په بندر کې راستنېدونکو کورنیو لپاره د خیموو پر لګولو، د پاکو اوبو برابرولو، تشنابونو جوړولو او په خیمو کې د کسانو پر ځای پرځآیولو بوخت دي.
ښاغلی محمد وویل، چې ددغو هلو ځلو په دوام د سپین غر د چرګانو روزنې ټولنې په همکارۍ بیا هم ۳۵۰ بېرته را ستنېدونکو هېوادوالو سره د بړستنو مرسته وشوه.
د کرنې وزارت د عشر او زکات رییس وویل تېره ورځ هم د سپین غر چرګانو روزونکو ټولني ۷۵۰ تنو کورنیو ته بړستني ویشلي وي. 
په همدې حال کې ددې ټولني مسولینو ژمنه وکړه، چې دالړۍ به څو ورځې دوام لري او  ۵۰۰۰  راستانه شویو هېوادوالو سره دژمې په دې ساړه موسم او سختو شرایطو کې د بړستنو همکاري کوي.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت