ګربز او ټنیو ولسوالیو ته دخوست دکرنې ریاست د پلاوي سفر

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۰:۴۷
ګربز او ټنیو ولسوالیو ته دخوست دکرنې ریاست د پلاوي سفر

۱۸ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دې ریاست اړوندو ادارو د کارونو د څارنې او ارزونې په پار ددې ریاست د عشر آمر مولوی اظهار الدین په مشرۍ پلاوی ګربز او ټنیو ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د یادو ولسوالیو له سیمه ییزو چارواکو او دکرنې له کارکوونکو سره وکتل.
یاد پلاوي ددې سفر په ترڅ کې د یادو ولسوالیو دکرنې ادارو د چارو د څارنې او ارزونې ترڅنګ ددغو ولسوالیو د کرنې ادارې کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د هوارولو ډاډ یې ورکړل.
بلخوا یاد پلاوي د خوست مرکزي بڼ څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد بڼ له کارکوونکو سره په ناسته کې د دوی غوښتنې، ستونزې او وړانیزونه واورېدل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت