راستنو شویو کډوالو وضعیت ته درسېدنې په پار تورخم ته د کورنیو چارو وزیر سفر 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۰:۳۶
راستنو شویو کډوالو وضعیت ته درسېدنې په پار تورخم ته د کورنیو چارو وزیر سفر 

۱۸ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
تورخم کې د راستنو شویو افغانانو د لیدو او د دوی ستونزو ته درسېدنې په پار د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د یو پلاوي په مشرۍ د راستنو شویو کډوالو په پنډغاله کې له راستنوشویو کورنیو او مسوولینو سره په داسې حال کې وکتل، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند او یوشمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د تورخم راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې له راغلو ګډوالو سره له نږدې ولیدل او دوی ته یې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
نوموړي افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت روان چلند له انصافه لرې وبله او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د خپلو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی او دوی ته به په ټولو برخو کې اسانتياوې رامنځته کړي.
نوموړي په یاد پنډغالي کې د ټولو کمېټو له هلو – ځلو مننه وکړه او کډوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې دلته به ورته اسلامي امارت ټولې اسانتیاوې او چوپړتیاوې برابرې کړي.
يو شمېر بېرته راستنو شويو هېوادوالو په موقتي کمپ کې د رامنځته شويو سهولتونو، مسئولينو او هېوادوالو له لوري د تود هرکلي او ښه خدمت له امله مننه وکړه او هېواد ته په راتګ يې خوښي څرګنده کړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت