د خوست باک کې د چرګانو او کبانو فارمونو څخه څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۳:۱۳
د خوست باک کې د چرګانو او کبانو فارمونو څخه څارنه وشوه

۱۷  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دخوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت تخنیکي ټیم ددې ولایت د باک ولسوالی د چرګانو او کبانو فارمونو څخه څارنه وکړه.
ددې څارنې په ترڅ کې د چرګانو فارمونو چارواکو ته د حفظ الصحې مراعتولو او د بې کیفیته غوښو نه کارولو په هکله لازمې سپارښتنې وشوې.
 بل خوا یاد ټیم دکبانو فارمونو څخه هم لیدنه وکړه او د کبانو د ناروغیو او حفظ الصحې په هکله د فارم چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ددې څارنې موخه بې کیفیته غوښو د پلور مخنیوی او په ټوله کې د فارمونو او چرګانو پلورنځیو حفظ الصحې مراعتول او د ناروغیو مخنیوی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت