د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی ریاست فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۱۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی ریاست فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

١۵ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي ریاست د کارکوونکو له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لویرییس مفتي ذاکرالله، د حیواني روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني او د مالدارۍ رییس محمد ایوب احدي هم حضور درلود.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مالدارۍ او څارویو د روغتیا د لوی ریاست د کارکوونکو د فعالیتونو د څارنې پرمهال د هغوی د فعالیتونو په اړه معلومات وغوښتل او د دغه ریاست ستونزې او اړتیاوې یې واورېدې او په دې برخه کې د شته نیمګړتیاوو د له منځه وړلو ژمنه یې وکړه.

بازدید معین زراعت و مالداری از جریان کار کارمندان ریاست عمومی مالداری و صحت حیوانی 
۱۵ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدارعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  از جریان فعالیت کارمندان ریاست عمومی مالداری و صحت حیوانی بازدید کرد.
در جریان این بازدید مفتی ذاکر الله رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی،  داکتر مختار محسنی رئیس صحت حیوانی و محمد ایوب احدی رئیس مالداری حضور داشتند.
معین زراعت و مالداری حین نظارت از  فعالیت‌های  کارمندان ریاست عمومی مالداری و صحت حیوانی در مورد فعالیت‌های شان جویای معلومات شد و نیز مشکلات و نیازمندی‌های این ریاست را استماع نموده و تعهد رسیدگی به کمبودات این اداره را سپرد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت