هلمند کې د ځنګلونو وهنې او د قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۱:۳۹

١۴ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دکرنې وزارت د هدایت پر اساس په دې ولایت کې د ځنګلونو وهنې او لرګیو قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې چتکې شوي دي. د دغو هلوځلو په دوام د هلمند ناوې ولسوالی کې دوه تنه د ځنګلونو د پرې کولو په تور ونیول شول
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو دناوې په ولسوالی کې  دوه تنه د یادې ولسوالی د دویمې امنیتي حوزې په سیمه کې د امنیتي مسولینو په همکارۍ د ځنګلونو د قطع کولو په جرم  ونیول  او اړوند عدلي او قضایي ارګانو ته ور وپېژندل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت