دکرنې او مالدارۍ مرستیال: د کرنې او مالدارۍ د ودې په پار برنامې لرو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۱:۱۹
دکرنې او مالدارۍ مرستیال: د کرنې او مالدارۍ د ودې په پار برنامې لرو

١۴ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار کانال شرکت څخه دلیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد دکرنې او مالدارۍ دودې په پار یوشمېر برنامې په پام کې لري.
مولوی صدراعظم عثماني د کانال شرکت په دویم فارم کې د خصوصي سکټور له خوا د کانال د مالدارۍ پخوانی فارم، بیافعالو پرمهال وویل:«د کرنې او مالدارۍ اړونده برخې او پروژې به د تېر په څېر پلې شي. په دې کې مو د هېواد، هېوادوالو او بیت المال خېر دی.»
د کرنې وزارت مرستیال زیاته کړه: «د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره ډېرې برنامې په پام کې لرو او پلې کولو سره به یې په دې برخه کې اساسي بدلون رامنځته شي.»
د چارواکو په خبره د کانال د مالدارۍ فارم رغنیزې چارې ۶۵ سلنه بشپړ شوي دي، چې پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني سره په دې لېډنه کې د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم، ددغه شرکت د کرنیزو چارو سلاکار انجنیر جمیل خوشحال، دفتر امر قاري شکیل احمد ذاهب خېرخواه، دوهم فارم امر انجنیر عزت الله او یوشمېر نورو چارواکو ملتیا کوله.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت