راستنېدونکو صنعت کارانو، سوداګرو او پانګه والو ته د اسانتیا برابرولو په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۰:۵۹
راستنېدونکو صنعت کارانو، سوداګرو او پانګه والو ته د اسانتیا برابرولو په پار غونډه دائره شوه

١۴ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
پاکستان څخه راستنېدونکو صنعت کارانو، سوداګر او پانګه ولو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په پار غونډه د کرنې وزارت د اجارې او پانګونې لوی رییس ملا ظاهر امین په شتون کې دائره شوه.
په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال وزیر مولوي قدرت الله جمال تر مشرۍ لاندې راستنېدونکو صنعت کارانو، سوداګرو او پانګه والو ته د اسانتیاو برابرولو کمېټې غړو پر کړنلارې خبرې اترې وشوې.
دې غونډه کې چې د کرنې وزارت د اجارې او پانګونې لوی رییس ملا ظاهر امین ترڅنګ د اړوندو وزارتونو او ادارو غړو استازو برخه اخیستې وه، د دې کمېټې د کړنلارې مسوده بند پر بند تشریح او تصحیح شوه.
ټاکل شوې چې یاده کمېټه په نږدې راتلونکې کې عملاً ګام پورته کړي، چې په ترڅ کې به یې راستنېدونکو صنعت کارانو، سوداګرو او پانګه والو ته د فعالیت برخه کې اسانتیاوې او مناسبه زمینه برابره شي.
دا کېمټه چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي پر غاړه ده، پکې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اجارې او پانګونې لوی رییس ملا ظاهر امین، د کډوالو او راستنېدونکو چارو، مالیې او کورنیو چارو وزاتونو، د استخباراتو لوی ریاست او مرکزي بانک استازي غړیتوب لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت