د هلمند مرکز کې د ډاکار مؤسسې له فعالیتونو څارنه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۰:۵۲
د هلمند مرکز کې د ډاکار مؤسسې له فعالیتونو څارنه وشوه

دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالداری  ریاست په لارښؤنه، د مؤسساتو د فعالیتونو د مؤثریت په موخه، د څارنې او ارزونې تخنیکی پلاوی لخوا چې په ترکیب کې یې ددې ریاست تخنیکي او مسلکي سلاکار ماسټر جان اقا بشیري، د مالدارۍ او حیواني روغتيا  مدیر انجنیر محمد  اسلم او د بوټوساتنې او قرنطین عمومي مدیر ماسټر نجیب الله حکیمي شامل دي، د دې ولایت مرکز لښکرګاه د کرنیزو خدمتونو مسؤل په همکارۍ، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (ډاکار) مؤسسې له فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره کړل.
دیادې څارنې په ترڅ کې  د کورنیو چرکانو او وزو له فارمونو، د جوارو ننداریزو قطعاتو، د حیواناتو دغوجلو د اصلاح، د حیواني کلینیک او د موټر سیکل د برخې شل کسیزې روزنیزې پروسې چارې په هر اړخیزه توګه وارزول شول او په اړونده برخو کې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادولو وړ ده، چې د هلمند دکرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د بزګرو، مالدارو او بڼوالو د کرنیز اقتصاد پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې د پام وړ خدمات وړاندې کړي ترڅو د کاري بوختیاو ترڅنګ یادې کورنۍ په ځان بسیا شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت