د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پاملرنې مؤسسې له عمومي رئیس سره وکتل

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۸:۵۴
معین زراعت و مالداری با رییس عمومی موسسه پاملرنه دیدار کرد

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د پاملرنې مؤسسې له عمومي رییس ګراهم ډویسن سره د لیدنې پر مهال پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني وویل: «د پاملرنې مؤسسه په افغانستان کې کاري مخینه لري او د خلکو د ستونزو د حل لپاره کار کوي، موږ له تاسو څخه کوم امتیاز نه غواړو، موږ یوازې شفافیت، موثریت او د اسلامي امارت د تګلارې له مخې کار غواړو.» 
مولوی صدراعظم عثماني زیاته کړه: «د هېواد په زېربناوو کار کول، د خلکو د اقتصاد وده او له بزګرانو سره همکاري زموږ موخې دي. له تاسو څخه غوښتنه کوو چې اداري لګښتونه کم او د کارونو موثریت زیات کړئ.»
په همدې حال کې د پاملرنې مؤسسې عمومي رییس ګراهم ډیویسن وویل: «موږ د اسلامي امارت له قانون څخه خبر یو او په معیارونو برابر یو، کار او فعالیتونو ته ژمن یو او د موخو د لاسته راوړلو په پار د افغانستان اسلامي امارت او ډونراتو ته ځواب ورکوو.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د اقتصادي ودې او کارموندنې په موخه له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په همکارۍ او همغږۍ کار کوي او د هغوی لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

معین زراعت و مالداری با رییس عمومی موسسه پاملرنه دیدار کرد
۱۱عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با گراهام دویسن (Graham Divison)  رییس عمومی موسسه پاملرنه دیدار و گفتگو کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این دیدار گفت:« موسسه پاملرنه پیشینه کاری در افغانستان دارد و به خاطر حل مشکلات مردم کار می‌کند، ما از شما کدام امیتاز نمی‌خواهیم فقد شفافیت، موثریت و کار مطابق پالیسی امارت اسلامی می‌خواهیم.»
مولوی صدراعظم عثمانی افزود:« کار روی زیربنای کشور، رشد اقتصاد مردم و همکاری با دهاقین از اهداف ما است ما از شما می‌خواهیم تا مصارف اداری را کمتر و موثریت در کار بیشتر باشد.»
گراهام دویسن (Graham Divison) رییس عمومی موسسه پاملرنه گفت:« ما از قانون امارت اسلامی می‌دانیم و با معیارها برابر هستیم، ما متعهد به کار و فعالیت و رسیدن به اهداف هستیم و از شفافیت در برابر دونر و امارت اسلامی افغانستان پاسخگو هستیم.»
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور رشد اقتصادی و اشتغال‌‎زایی در کشور همکار و هماهنگ با موسسات ملی و بین‌المللی کار می‌کند و سهولت لازم را برای شان مهیا ساخته است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت