هلمند کې د ډاکار مؤسسې له فعالیتونو څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۳:۳۷
هلمند کې د ډاکار مؤسسې له فعالیتونو څارنه وشوه

۱۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالداری  ریاست په لارښؤنه، د مؤسساتو د فعالیتونو د مؤثریت په موخه، د څارنې او ارزونې تخنیکی پلاوی لخوا چې په ترکیب کې یې ددې ریاست تخنیکي او مسلکي سلاکار ماسټر جان اقا بشیري، د مالدارۍ او حیواني روغتيا  مدیر انجنیر محمد  اسلم او د بوټوساتنې او قرنطین عمومي مدیر ماسټر نجیب الله حکیمي شامل دي، د ناوې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مسؤل په همکارۍ، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (ډاکار) مؤسسې له فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره کړل.
دیادې څارنې په ترڅ کې  د کورنیو چرکانو او وزو له فارمونو، د جوارو ننداریزو قطعاتو، د حیواناتو دغوجلو د اصلاح، د حیواني کلینیک او د موټر سیکل د برخې شل کسیزې روزنیزې پروسې چارې په هر اړخیزه توګه وارزول شول او په اړونده برخو کې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادولو وړ ده، چې د هلمند دکرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د بزګرو، مالدارو او بڼوالو د کرنیز اقتصاد پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې د پام وړ خدمات وړاندې کړي ترڅو د کاري بوختیاو ترڅنګ یادې کورنۍ په ځان بسیا شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

کندهار کې د دوو مهمو چکډېمونو د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د کښته شاولیکوټ ولسوالی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

بازگشت