د میدان وردګو دایمیرداد کې ۳۱۴ کورنیو سره مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۳:۳۳
د میدان وردګو دایمیرداد کې ۳۱۴ کورنیو سره مرسته وشوه

۱۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې په مالي او سټرز مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د دایمیرداد (جلګی) ولسوالی پر ۳۱۴ کورنیو نغدې پیسې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ۵۲۹۲ افغانۍ ورکړل شوي دي، چې دا ددغو مرستو څلورم پړاو دی.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ، د دوی  کورنیو د خوړو خوندیتوب او په ټوله کې د بېوزلۍ کچې ټیټول دي.
باید وویل شي، چې د میدان وردګو ولایت په درېیو ولسوالیو(جلریز، حصه اول بهسود او دایمیرداد) کې پر ۹۴۰ کورنیو  د دوی د خوړو خوندیتوب په پار نغدې پیسې وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت