د هلمند دکرنې رییس دکرنې وزارت پلاوي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۳:۲۳
د هلمند دکرنې رییس دکرنې وزارت پلاوي سره وکتل

۱۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق  
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه د ارزونې له راغلي پلاوي سره وکتل .
یاد پلاوی چې په ترکیب کې یې د کرنې وزارت د برنامو د نظارت آمر  او د بڼوالۍ د پراختیا مسؤل شامل دي هلمند ولایت ته د خپل سفر په اړه کرنې رییس سره معلومات شریک کړل.
نوموړي پلاوي وویل: «څرنګه چې هلمند کې کرنې وزارت په همکارۍ یو شمېر مؤسسات بزګرو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي کودو د وېشنئ لړئ په پام کې لري، غواړي د یادې پروسې څخه څارنه او ارزونه وکړي او بیا یې په اړه عالي مقاماتو ته ګذارش وړاندې کوي».
د هلمند د کرنې رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي راغلي پلاوي ته هر کلۍ ووایه او زیاته یې کړه : «داچې هلمند کې د زرګونو بزګرو لپاره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ عملآ پیل شوې ده نو هڅه باید وشي تر څو د پلان مطابق د ټول ولایت په کچه یاد تخمونه او کیمیاوي سرې پر وخت بزګرو ته ورسول شي.»
هغه همدارنګه د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي کودو پر کیفیت او کمیت د لا زیات نظارت او ارزونې ټینګار وکړ ترڅو بزګران د ښو تخمونو څخه لوړ حاصلات ترلاسه کړي.
راغلي پلاوي وروستیو کې د یو شمېر مؤسساتو له مسؤلینو سره هم ناسته وکړه او په سیمه کې یې د عملي نظارت او ارزونې په موخه لازم تصامیم ونیول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت