د لغمان دکرنې ریاست: قومي مشرانو سره د عشر او زکاتو راټولولو په موخه ناسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۳:۱۹
د لغمان دکرنې ریاست: قومي مشرانو سره د عشر او زکاتو راټولولو په موخه ناسته وشوه

۱۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق  
دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په هدایت دعشراوزکات مسؤل د مرکز مهترلام اړوند اغاقلعه،سیداباد، سیدقلعه،ارسلاح قلعه،لکنډوله کوټ له قومي مشرانو سره د عشر او زکات د راټولولو په هکله جلا جلا ناستې ترسره کړل.
یادې ناستې چې له نوموړو کلیو له قومي مشرانو سره ترسره شوې، د عشراوزکات راټولولو آمر ذبیح الله هشام له خوا د عشر اوزکات د راټولولو په هکله د امیرالمؤمنین حفظه الله ځانګړی حکم محتوا  قومي مشرانو ته بیان کړ همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې عشراو زکات ورکول یو الهي امر یاد کړل او زیاته یې کړه، چې ددې الهي امر په ترسره کولو کې باید ټول مسلمانان خپله غاړه خلاصه کړي او په دې اړه یې د اسلامي شریعت په رڼا کې ارزښت لرونکې خبرې وکړي.
 همداراز قومي مشرانو ته وویل هغه کسان چې خپلو ځمکو له حاصلاتو څخه اسلامي امارت ته عشر ورکړي له دوی سره به د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست له خوا هر اړخیزې مرستې ووشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت