د کندهار ارغستان کې ۵۰ وړې شنې خونې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۲:۳
د کندهار ارغستان کې ۵۰ وړې شنې خونې جوړېږي

۱۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکې نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د ارغستان ولسوالی پر ۵۰ کورنیو د شنوخونو جوړولو اړونده توکي او په شنوخونو کې دکرکیلي په پار د بادرنګ، پنځه ګرامه د رومیو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
دغه شنې خونې هر یوه یې ۱۰ متره اوږدوالی او پنځه متره سور لري، چې په معیاري بڼه جوړ او هرې شنې خونې سره یوه زرلیټره د اوبو ټانکۍ يو د اوبو د زېرمې ټاور د اوبو سمرسيبل، يو بنډل لين، عيني پيپونه، معياري پلاستيک، شنوخونو ته د اوبولګولو لپاره د څاڅکي سيستم چمتو شوي دي.
دغه راز یاد بزګران په شنوخونو کې دکرکیلي او حاصل ټولو په پار روزل شوي هم دي. 
ددغو شنوخونو جوړول د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په ټولو موسمونو کې تازه سابه ته د خلکو لاس رسۍ او د خوړو خوندیتوب دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت