د ننګرهار د کرنې ریاست اداري غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۰:۲۷
د ننګرهار د کرنې ریاست اداري غونډه دائره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ربیس مولوي عبدالستار محمد او مرستیال قاري فضل الرحمن صادق په مشرۍ د کرنې ریاست اداري غونډه دائره شوه. 
په دغه غونډه کې د ریاست امرینو او لویو مدیرانو ګډون کړی وو،  په ترڅ کې یې په تېره غونډه کې سپارل شویو دندو اومسولیتونو په تړاو معلومات شریک شول او هغه چارې چې نه وې ترسره شوې په اړه یې اړونده مسولینو وضاحت وړاندې کړل.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس په خپلو خبرو کې دنبوي سنت، سیرت او اسلامي شرعي احکامو په رڼا د کرنې ریاست اړوند امرینو او مدیرانو ته لازمې سپارښتنې وکړې .
دغه راز امریتونو او مدیریتونو کې د نظافت مراعتولو، دامریتونو اړتیاوو، د کار کوونکو ترمنځ د غوره همغږۍ، د مراجعینو لپاره د مشخص ځاي معلومولو،  ترویجي تعمیرونو ترمیم او سپارلو، د کرنې ریاست فعالیتونو ته انعکای ورکولو، دحاضري پابندي، د کارکونکو ارزیابۍ، د میاشتنۍ کړنو او لاسته راوړنو راپور په وخت ورکولو او د ادارې د کارکوونکو له لورې د سلسله مراتبو په مراعت او په اړونده برخو کې پر نورو مسایلو خبرې وکړې. 
همدارنګه د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو خپل کړي فعالیتونه، راتلونکي پلانونه او ستونزې د حل په موخه شریکې  کړې، چې د کرنې رییس له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت