لغمان کې پر ۴۶ اړمنو کورنیو د مرخېړیو روزنې توکي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۲:۵۷
لغمان کې پر ۴۶ اړمنو کورنیو د مرخېړیو روزنې توکي ووېشل شول

۳۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د لغمان مرکز مهترلام کې د اکشن آیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي لګښت ۶۴  تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د نفقي پیداکولو مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار  د مرخیړیو تخمونه او دروزنې توکي وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه غنم، ۲۵۰ کیلوګرامه بوس، ګچ، بور، پایپ، رجه، اره، ګاز ډبه او نور ضروري توکي وېشل شوي دي. 
د مرخیړیو تخمونو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه  برابره شي؛  د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز د مرخیړیو ترویج او ښي روزنې په برخه کې مختلف روزنیز پروګرامونه هم یادو کسانو ته ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د مرخیړیو ترویج او   روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت