د ننګرهار دکرنې رییس؛ مراجعینو سره ښه سلوک وکړئ
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند په یو شمېر شعباتو کې د کارکوونکو له کارونو څخه لیدنه وکړه او لازمې سپارښتنې يې وکړي.
دکرنې رییس کارکوونکو ته وویل، چې د مراجعینو کارونه باید په خپل وخت ترسره، مراجعینو سره ښه سلوک، په کارونو کې روڼتیا او د حاضری پابند وکړي.
دغه راز د اړونده امریتونو او مدیریتونو له خوا ورته د کارونو د روڼتیا او پرته له خنډ او ځنډه ترسره کولو ډاډ ورکړل شو.