د کندز دکرنې رییس د ددې ولایت سرې میاشتې ټولنې رییس سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۳:۳۹
د کندز دکرنې رییس د ددې ولایت سرې میاشتې ټولنې رییس سره وکتل

٢۵ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی امان الله حسن د کندز د سرې میاشتې ټولنې رییس مولوی نواب حقیا رسره وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې دکندز د سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي نواب حقیار د کندز ولایت د کرنې ریاست له کارونو او فعالیتونو څخه چې د کندز ولایت له بې وزلو بزګرانو او مالدارنو سره د مرستې په برخه کې ترسره شوي، د قدردانۍ وړ وبلل او زیاته یې کړه: «د سرې میاشتې رياست تل هڅه کوي چې د ملکي ادارو سره په همغږۍ د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د يوې ورځې معاش زموږ د بې وزلو او يتيمانو د درملنې لپاره چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي، د سرې میاشتې حساب ته اضافه کړي.»
ورپسې د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی امان الله حسن  د سرې میاشتې رییس مولوی محمد نواب حقیار ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کندز ولايت د کرنې رياست د کارکوونکو په استازيتوب ژمنه وکړه، چې د خپلو مامورينو يوه ورځ معاش به دزړه له کومي د بې وزله ماشومانو او يتيمانو د درملنې لپاره د سرې میاشتې حساب ته لیږده وي او همدارنګه د کرنې رییس په اړونده برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت