د کندز دکرنې رییس: خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار صادقانه کار وکړئ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۳:۳۷
د کندز دکرنې رییس: خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار صادقانه کار وکړئ

 ٢۵ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی امان الله حسن دکرنیزو چارو مدیریت او دعشر او زکاتو راټولولو له چارو څخه د څارنې په موخه د یوه پلاوې په مشرۍ امام صاحب ولسوالی ته سفر وکړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس مولوي امان الله حسن د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې یو شمېر همکاران یې ورسره مل وو، د امام صاحب ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ د چارو له لوی مدیریت څخه لیدنه او څارنه وکړه او د چارو په لا ښه والي یې ټینګار وکړ، هدایت یې وکړه چې د خدمتونو د وړاندې کولو او خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې صادقانه او مخالصانه کارونه ترسره کړي.
 همدا راز د کرنې او مالدارۍ لوی مدیر ته لارښوونه وکړه، چې د کرنیزو چارو د مدیریت په برخه کې دې ټولې ستونزې هوارې کړي، څو خدمات په وخت سره وړاندې شي.
ورپسې د امام صاحب ولسوالی د کرنې او مالدارۍ د چارو لوی مدیر د کارکوونکو په استازيتوب خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې خپلې چارې په سمه توګه پر مخ وړي.
دغه راز د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په امام صاحب ولسوالی کې د عشر او زکات د راټولولو له بهیر څخه څارنه وکړه او ټولو عاشیرینو او عاملینو ته یې لارښوونه وکړه، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او په دوامداره توګه له خپلو وسپارل شویو سیمو څخه څارنه وکړي او خپلو دندو ته پابند او هیڅوک حق نلري چې غیر اصولي عمل وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت