د ننګرهار دکرنې ریاست: د ننګرهار د پنبې حاصلات به نږدې ۴۷۶۲ مټریک ټڼه وي 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۱:۵۲
د ننګرهار دکرنې ریاست: د ننګرهار د پنبې حاصلات به نږدې ۴۷۶۲ مټریک ټڼه وي 

٢۴ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په  ۲۱ ولسوالیو کې پر ۲ زره او ۸۹۵  هکتاره ځمکه پنبه  کرل شوې ده .
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل: « سږ کال د ننګرهار په ۲۱ ولسوالیو «بهسود،  هسکه مېنه، کوزکونړ،  بټي کوټ،  سپین غر،  سرخ رود،  خوږیانو،  پچیراګام، چپرهار، شېرزاد،  دره نور،  رودات،  کامه، کوټ، اچین، شینوارو،  دوربابا،  نازیان،  لعلپوره،  مومندره او ګوشته » کې پر  ۲ زره او ۸۹۵ هکتاره ځمکه پنبه  کرل شوي» .
تېرکال په ننګرهار کې پر ۱۰۶۳ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه، چې ۱۷۸۲  مټریک ټنه حاصل تري ترلاسه شوې وه.
سږ کال د اټکل له مخې د ننګرهار د پنبې حاصلات به نږدې ۴۷۶۲ مټریک ټنه وي.
دغه راز ۱۴ زره ۸۷۶ تنو بزګرانو ته دپنبې ناروغیو،  اوبولګولو،  کرنیزو عملیو، بازارموندنې، سرې ورکولو حاصل ټولولو کې عملي او نظري روزنه هم ور کړل شوې ده.
پنبه دصنعتي او تيلې نباتاتو له ډلې یو له مهمو نباتاتو څخه دی، چې ننګرهار بزګران یې د ډېر پخوا څخه کرې او  د کرلو سره لیوالتیا لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت