دکرنې وزیر د ترکیې د ګرین اکشن سوداګریز، کرنې او مالدارۍ شرکت له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۵:۴
دکرنې وزیر د ترکیې د ګرین اکشن سوداګریز، کرنې او مالدارۍ شرکت له چارواکو سره وکتل

٢۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰ ربیع‌الاول۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د ترکیې ټي آی ګروپ (ګرین اکشن) له مشرتابه پلاوی سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې او کار په اړه خبرې وکړې.
ددې پلاوی مشري په افغانستان کې د ګرین اکشن شرکت مشر حسین ګونای  کوله، چې په ترڅ کې یې د یاد شرکت یو شمېر تخنیکي متخصصینو هم حضور درلود او دواړو خواوو په افغانستان کې د دغه شرکت د کار او پانګونې پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د غونډې په پيل کې د ياد شرکت مسوولينو د خپلو تېرو فعاليتونو او سوداګرۍ په اړه معلومات ورکړل او په افغانستان کې  د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونې او کار ته خپل چمتووالى څرګند کړل.
ورپسې د کرنې وزیر یو ګډ ټیم وټاکه او لارښوونه یې وکړه، چې ګمارل شوی ټیم به د یاد شرکت له متخصصینو سره یو ځای بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه وکړي او څېړنه دې وکړي، چې کوم بوټي په کوم ولایت کې ښه حاصل ورکوي او بیا به په دې اړه راتلونکي اقدامات ترسره شي.
ښاغلي عمري زیاته کړه: «موږ د کوکچې، مرغاب، کونړ او سلما سیندونو پر غاړه ډېرې ځمکې لرو، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره ښه بستر دي، د کرنې او ځمکو له متخصصینو سره په ګډه ولاړ شئ او وګورئ، چې په کوم ځای کې تاسو کولی شئ ښه کار وکړئ، خاوره، اوبه هوا او نبات معاینه کړئ ترڅو وګورئ چې په کوم ځآی کې کومه پایله ورکوي ترڅو په راتلونکي کې غوره حاصل ورکړي.»
ورپسې د یاد ترکي شرکت مشر د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې په برخه کې د نورو ترکي شرکتونو د لېوالتيا خبر ورکړ او دغه راز  په افغانستان کې د کار او پانګونې لپاره د يو شمېر شرکتونو د هڅولو په هکله هم خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي هم حضور درلود.

دیدار وزیر زراعت با مسوولان شرکت زراعتی، مالداری و تجارتی ترکی گرین اکشن
۲۳ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با هئیت رهبری شرکت ترکی تی آی گروپ (گرین اکشن) دیدار نمود و در مورد سرمایه‌گذاری و کار در بخش زراعت و مالداری صحبت نمودند.
سرپرستی این تیم را حسین گونای رئیس شرکت گرین اکشن در افغانستان به عهده داشت و چند تن از متخصصان فنی شرکت نامبرده نیز حضور داشتند و دو طرف در مورد چگونگی و کار و سرمایه گذاری این شرکت در افغانستان صحبت گردید.
در آغاز مجلس مسوولان شرکت نامبرده در مورد فعالیت‌ها و تجارت گذشته‌اش معلومات داده و از آمادگی شان برای سرمایه‌گذاری و کار در افغانستان در بخش زراعت و مالداری خبر دادند.
بعد از آن وزیر زراعت تیم مشترکی را تعین نموده و هدایت داد که این تیم همراه متخصصان شرکت نامبرده به ولایت‌های مختلف سفر نموده و تحقیق کنند که در کدام ولایت کدام نبات حاصل می‌دهد و بعد گام‌های بعدی برداشته خواهد شد.
آقای عمری افزود:" زمین‌های فراوان در مسیر دریای کوکچه، مرغاب، کنر و بند سلما داریم که بسترهای خوبی برای سرمایه‌گذاری در بخش زراعت و مالداری می‌باشند، همراه متخصصان زراعت و اراضی بروید و ببیند که در کجا بهتر می‌توانید  کار کنید، خاک، آب، هوا و نبات را معاینه کنید که در کجا چه نتیجه می‌دهد تا در آینده حاصل بهتر بدهد".
بعد از آن رئیس شرکت ترکی نامبرده از ابراز علاقه‌مندی شرکت‌های دیگر ترکی در راستای سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری افغانستان خبرداده  و همچنان از تشویق چندین شرکت جهت کار و سرمایه‌گذاری در افغانستان سخن زد.
در جریان این دیدار مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و  اداری وزارت زراعت نیز حضور داشت.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۱۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالی کې بزګرانو ته درشقې تخم ووېشل شو

۱۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د جغتو ولسوالی کې پر ۱۰۰ مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۷۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۷۳ سره مېښو د. . .

بازگشت