پکتیکا کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۲:۶
پکتیکا کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل شوې

٢۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د ارګون ولسوالی د عایشې د کلي د سربند پروژې رغنیزې چارې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د اوبولګولو د نویو ټکنالوژیو رییس مولوی زین الدین حسام، د پکتیکا دکرنې رییس مولوی شېر محمد ذبیح او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو شتون درلود.
د غونډې په پیل کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د اوبولګولو د پروژو پر اهمیت خبرې وکړې او دایې د هېواد دکرنې په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه وبلل. ښاغلی عثماني دغه راز وویل، چې دکرنې وزارت ژمن دی، چې د هېواد په لر او برکې د اوبو مدیریت په پار هلې ځلې وکړي او د بزګرانو او بڼوالو د اوبو د کمښت د ستونزو د هوارۍ په پآر د اوبولګولو پروژې پلي کړي.
په ورته وخت کې د پکتیکا دکرنې رییس مولوی شېر محمد ذبیح وویل، چې یاد سربند د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت دکرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې جوړېږي.
د چارواکو په خبره ددې پروژې ټولیز لګښت ۴.۳ میلیونه افغانۍ ده. یاده پروژه کې د ۲۸۴ متره په اوږدوالی او ۹متره لوړوالی سربند شامل دي، چې په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي، چې ورسره سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي.
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېر محمد ذبیح د  تطبیق کوونکي پروژې له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د پروژې چارې په سمه توګه پلي او په دې برخه کې نه ستړې کېدونکي هڅې وکړي، چې یاده پروژه پر خپل وخت پای ته ورسېږي.
په ورته وخت کې ذبیح د سیمې له خلکو وغوښتل چې د پروژې په ساتنه کې بشپړه همکاري وکړي نوموړی د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې هڅه کوي ترڅو د همکارو مؤسسو له لارې د اوبولګولو پروژو سربېره د سبو او غله جاتو په برخو کې داصلاح شویو تخمونو دتوزیع پروګرامونه پلي کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت