د ننګرهار مرستيال والي د کرنې ریاست کارکوونکو ته:ولس سره ښه چلند وکړئ 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۲:۸
د ننګرهار مرستيال والي د کرنې ریاست کارکوونکو ته:ولس سره ښه چلند وکړئ 

۲۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د يو شمېر مسئولينو په ملتيا د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له چارو څخه ليدنه او څارنه وکړه.
نوموړي د يادې ادارې مسئولينو او کار کوونکو سره په ناسته کې دوی ته د خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ سپارښتنې وکړې او ورته يې لارښوونه وکړه، چې په ښار او ولسواليو کې خپلې چارې په شفاف ډول پرمخ يوسي.
ده دغه راز د يادې ادارې مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې ولسي وګړو په ځانګړي ډول بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو سره ښه چلند وکړي، کارونه ورته اسانه او لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
د ننګرهار مرستيال والي يادو مسئولينو ته د ځنګلونو قطع مخنيوي، د مسئولیتونو په ښه ډول تر سره کولو، د اوامرو تطبیق، د چارو په ايماندارۍ او صداقت تر سره کولو او نورو برخو کې لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کې د يادې اداري  مسئولینو د ننګرهار مرستيال والي ته د دې ادارې د تشکيل، دندو او مسئولیتونو په برخه کې معلومات ورکړل همدا راز يې ډاډ ورکړ چې هدايات به يې تعقيب او عملي کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت