پکتيا کې پر ۱۷۸۰۰بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۰:۴۷
پکتيا کې پر ۱۷۸۰۰بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د افغانستان لپاره د ناروی کمیټې لورې ددې ولايت د مرکز ګردیز په ګډون د څوارلسو  ولسواليو پر ۱۷۸۰۰ اړمنو بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ  پيل شوه.
په يادو مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست ریيس عبدالروف سعيد، د اقتصاد رییس محمد انور راشد، د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی، د طبیعي سرچینو آمر عبدالباقي مهاجر، د کرنیزو چارو عمومی مدیر عزیز الله کریمي، د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې مسئولینو، بزګرانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالروف سعید ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې له کړنو  څخه مننه وکړه او بزګرانو ته یې وویل، چې کوښښ وکړی یاد اصلاح شوی تخمونه په خپلو ځمکو کې وکرئ تر څو ښه حاصل ترلاسه کړئ.
ښاغلي سعيد زیاته کړه، چې د ياد پروګرام له لارې هر بزګر ته ۵۰ کيلو ګرامه اصلاح شوي غنم، ۵۰ کيلو ګرامه توره سره په وړيا ډول ورکول کېږي او په نږدې راتلونکی کې به یادو بزګرانو ته ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره هم ورکړل شې.
په همدې حال کې د پکتیا داقتصاد رییس په خپلو خبرو کې وویل، چې د ياد پروګرام له تطبيق څخه يې موخه د اړمنو بزګرانو پر پښو اودرول دي، نوموړي له بزګرانو وغوښتل چې پر خپلو ځمکو يې وکري، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.
د یادولو وړ ده، چې تر دی وړاندې یادو بزګرانو ته  د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې  مسئولینو لورې د  اصلاح شویو غنمو کښت او د سرې د استعمال په برخه کې زده کړې هم ورکړل شوی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

بازگشت