کونړ کې پر یوشمېر بزګرانو شنې خونې ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۰:۰
کونړ کې پر یوشمېر بزګرانو شنې خونې ووېشل شوې

دکونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي او د افغانستان دکلیو د بیارغونې مؤسسې«آر.آر.اې.اې» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز او د سرکاڼو او وټپور ولسوالیو کې پر یوشمېر بزګرانو ۳۷ شنې خونې وېشل شوي دي.
ددغو شنوخونو په وېش غونډه کې د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس پیر حبیب الرحمن له مرستندویو مؤسسو څخه مننه وکړه، چې ددې ولایت له بزګرانو او مالدارانو سره مرستې او همکارۍ کوي او ټولو مرستندویو مؤسسو ته ډاډ ورکړ، چې د کونړ دکرنې ریاست او سیمه ییزه اداره له دوی سره هر اړخیزه همکاري کوي.
ددغو شنوخونو د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ، د دوی اقتصادې ودې ته زمینه برابرول او په ټوله کې د کال په ټولو فصلونو کې تازه سابه او ترکارۍ ته د خلکو لاس رسۍ ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت