د سپین بولدک له لارې د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار غونډه دائره شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۱۱:۷


۱۹ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو د عمومي وضعیت د ارزونې او ستونزو ته د رسېدنې په پار لوړ پوړې پلاوی کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت سرپرست والي حاجي ملاصاحب سره د سپین بولدک له لارې د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او لنډمهاله کمپونو جوړولو په پار خبرې اترې وکړې. 
دکندهار سرپرست والي حاجي ملا صاحب سره د غونډې په ترڅ کې په اجباري توګه ایستل شویو د راستنېدونکو عمومي حالت ته د رسېدنې په موخه لوړ پوړي پلاوي د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي او د الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین په مشرۍ، د مولوي سید احمد مستقیم د کلیو پراختیا وزارت مرستیال، مولوي احمد شاه ذهین پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د تدارکاتو آمر او د مولوي محمد صالح آخندزاده د افغاني سرې میاشتې ټولنې استازي شتون درلود.
په دې کتنه کې، د کمېسیون مشر او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وویل؛ دوی د کندهار سپین بولدک ولسوالی ته د سفر په لړ کي د صفري نقطې څخه لیدنه وکړه، په یاده ولسوالی کې یې له ولسوال، امنیه قومندان او کمېسار سره ګډ غونډه وکړه، چې په یاده غونډه کې د کډوالو پر تخمیني شمېرو ترڅنګ د کډوالو پر اړتیاوو؛ لکه: سایوان، اوبه، تشنابونو، روغتیا، خوړو، ترانسپورټ او د کمپ ځای معلومولو اړوند هر اړخیزه بحث او خبري وشوې. د نوموړي په خبره؛ کمېسیون د کمپ لپاره په دغه ولسوالی کې بېلابیلې سیمې وکتلې، چي په پایله کي د وت غره ته نږدې د سړک پر غاړه غرب اړخ ته شاوخوا شپږ سوه جریبه مځکه وټاکل شوه، چي ولایتي کمېټه باید ددې کمپ پر جوړولو او دغه راز د هرډول اسانتیاوو او خدماتو چمتو کولو په موخه عملاً ورباندې کار پيل کړي.
په همدې حال کې د کندهار سرپرست والي حاجي ملاصاحب له دوی ټولو څخه ځانګړې مننه وکړه او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې وړاندي کړ او ویې ویل:«د مرستیال والي په مشرۍ ولایتي کمېټه به ستاسي سره په همغږۍ ټولي چارې مخته وړي.» هغه دغه راز غوښتنه وکړه، ترڅو لنډمهاله کمپ د ډېرو کډوالو کورنیو لپاره جوړ کړي او هم ورته د ژوند کولو ټولي اړتیاوې ورپوره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت